Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییلو په غزه کې د الجزیرې خبري شبکې خبریال وژلی

AFP__20260408__A76X3VQ__v2__HighRes__TopshotPalestinianIsraelConflictGazaMediaAljaze-scaled.jpg

په غزه کې د خبریالانو د مرګ‌ژوبلې لړۍ لاهم دوام لري او تازه راپورونه ښيي چې د اسراییلو له لوري یو بل خبریال هم وژل شوی دی.

د الجزیرې خبري شبکې خبریال، محمدوشاح پرون «چهارشنبه، اپرېل ۸مه» د غزې ښار لوېدیځ لوري ته د یوې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې وژل شوی دی. نوموړی د سیمې له هغو خبریالانو څخه و چې د جګړې له لومړۍ کرښې یې د پېښو ژوندۍ خپرونې کولې.

د سرچینو له مخې، محمد وشاح لږترلږه د الجزیرې خبري شبکې دولسم خبریال دی چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر راهیسې، د غزې پر وړاندې د اسراییلو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی. دا پېښه د رسنیو پر کارکوونکو د بریدونو په اړه نړیوالې اندېښنې لازیاتوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ټولیز ډول، راپورونه ښيي چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه په غزه کې لږترلږه ۲۶۲ خبریالان وژل شوي دي. سربېره پر دې، ویل کېږي چې د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر له اوربند وروسته هم چې تمه کېده تاوتریخوالی به کم کړي، لږترلږه ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

نړیوالو بنسټونو او د بیان ازادۍ ملاتړو سازمانونو یو ځل بیا پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې د خبریالانو خوندیتوب ته درناوی وکړي او د نړیوالو بشري قوانینو مراعات یقیني کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام