Asset 1SWN

سلام وطندار

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

missiletest

د اسرایلو پوځ اعلان کړی چې د یمن له لوري توغول شوی یو توغندی یې شنډ کړی دی. د اسرایلي پوځ په وینا، د برید پرمهال څو سیمو کې د خطر زنګونه هم وهل شوي دي.

پوځ ویلي: «د یمن له خاورې توغول شوی توغندی د اسراییلود هوايي ځواک له‌خوا څارل شوی او له‌منځه وړل شوی دی.»

د یمن حوثي ډلې چې له اوږدې مودې راهیسې د اسراییلو پر لور بریدونه کوي، وایي، دا بریدونه د غزې پر وړاندې د اسراییل یرغل ته په غبرګون کې کوي. حوثیان له ۲۰۲۳م کال راهیسې د اسراییلو او د هغوی د متحدینو پر هدفونو توغندي او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تېره میاشت د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه برید د اسراییلو له دفاعي سیستم تېر شو او د ایلات په سیاحتي ښار کې یې لږترلږه ۲۲ کسان ټپیان کړل.

ورپسې، اسراییلو د یمن پلازمېنې صنعا کې د هغو هدفونو پر ضد هوايي بریدونه وکړل چې د حوثیانو پورې اړوند بلل شوي دي. د یمن د روغتیايي چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او له ۱۷۰ زیات نور ټپیان شوي وو.

نړیوالې څارونکې ادارې وایي، د حوثیانو او اسراییلو ترمنځ د بریدونو دوام کولای شي، د سیمه‌ییزو شخړو د پراختیا خطر نور هم زیات کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام