د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن د دوی پر لوري توغول شوی، توغندی یې، شنډ کړی دی.
د اسراییلو پوځ له دې وړاندې ویلي و چې په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهلی شوی و او د یاد توغندي د شنډولو لپاره دفاعي سېسټم چمتو شوی و.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهیسې، د یمن د حوثیانو ډلې، په غزه کې فلسطینیانو سره د پیوستون په توګه پر اسراییلو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
دغه توغندي تر ډېره شنډ شوي او یا هم ناکام شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
که څه هم تراوسه حوثي ډلې د دغه توغندیز برید مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی، خو له دې وړاندې پر اسراییلو د وېشتل شویو توغندیو مسوولیت یې، منلی دی.
په دې وروستیو کې پر اسراییلو له یمن د توغندیزونو بریدونو لړۍ پراخه شوې ده. تېره اوونۍ هم حوثي ډلې څو ځلې پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي چې د اسراییلو له لوري شنډ شوي دي.