د اسراییلو پوځ وايي چې نن پنجشنبه، مارچ ۲۰مه، سهار له یمن څخه پر دغه هېواد د توغندي برید شوی دی.
له توغندیز برید سره هممهاله د اسراییلو په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهل شوی دی.
د اسراییلو پوځ ویلي: «هغه توغندی چې له یمن د اسراییلو پر لور توغول شوی و، وړاندې له دې چې د اسراییلو خاورو ته ننوځي، د هوايي ځواک لهخوا شنډ شوی دی. د خطر زنګ وهل شوی.»
د اسراییلو بېړنیو خدمتونو اداره وايي چې دې برید کې چا ته زیان نهدی اوښتی.
د اسراییلو د پوځ ویاند دغه برید د حوثیانو کار بللی او ویلي یې دي چې توغندی تلابیب ته نږدې د بن ګوریون هوايي ډګر پر لور وېشتل شوی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یمن حوثي ډله وايي چې د امریکا هوايي بریدونو په ځواب کې به پر اسراییلو هم بریدونه وکړي.
امریکا د روانې اوونۍ شنبې پر ورځ پر حوثیانو هوايي بریدونه پیل کړي چې د یادو بریدونو پرمهال تر دې مهاله ۳۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بریدونو کې د حوثیانو بېلابېل مرکزونه په نښه شوي دي.
حوثیانو روانه اوونۍ سهشنبه، هم پر اسراییلو د بالېسټیک توغندي برید کړی و او خبرداری یې، ورکړی و چې دغه بریدونه به ډېر کړي.