Asset 1SWN

د اسراییلو او حزب‌الله جګړه؛ په ۱۳ میاشتو کې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي

A Lebanese army investigator inspects a destroyed car at the site of a car bomb explosion in southern Beirut, Lebanon, Friday, Aug. 16, 2013. A powerful car bomb tore through a bustling south Beirut neighborhood that is a stronghold of Hezbollah on Thursday, killing at least 18 and trapping dozens of others in an inferno of burning cars and buildings in the bloodiest attack yet on Lebanese civilians linked to Syria's civil war. (AP Photo/Hussein Malla)

له هغه وخت راهیسې چې د اسراییلو او لبنان کې د ایران له ملاتړ برخمنې حزب‌الله ډلې ترمنځ نښتې پیل شوي، تر دې مهاله دغه هېواد کې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت چارواکي وايي چې یاد کسان یوازې د ۱۳ میاشتو پرمهال وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې هېواد د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، پر لبنان د اسراییلو د برید له پیل راهیسې ۳۰۰۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۴۲۹ کسان هم ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې ۵۸۹ مېرمنې او ۱۸۵ ماشومان هم شامل دي.

که څه هم اسراییل ادعا کوي چې په دې بریدونو کې د حزب‌الله ډلې غړي وژل شوي، خو راپورونه او شواهد ښيي چې یادو بریدونو کې تر ډېره ملکیان په نښه شوي دي.

تېره اوونۍ د ماشومانو لپاره د ملګرملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» ویلي و چې لبنان کې د بریدونو پرمهال هره ورځ یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یونېسف په وینا، زرګونه نور ماشومان بیا د روانې جګړې له امله له وېرې او خپګان سره مخ دي او رواني وضعیت یې، ناسم بلل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې ترڅنګ د لبنان ۱.۲ میلیونه وګړي د اسراییلو د روانو بریدونو له امله په زور خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام