Asset 1SWN

اسراییلو لبنان کې د حزب‌الله له‌منځه وړو لپاره ځمکني عملیات پیل کړي

240119134508-01-israel-gaza-gallery-update

وروسته له هغې چې اسراییلو لبنان کې د حزب‌الله له‌منځه وړو لپاره د لنډمهاله عملیاتو اعلان وکړ، اسراییلي ځواکونه دغه هېواد ته ننوتي.

د ځمکنیو عملیاتو پیل سره هم‌مهاله اسراییلو د بیروت سوېل کې د حزب‌الله اړوند مرکزونه هم په نښه کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تېره ورځ هم د اسراییلو په هوايي بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

رویټرز لبنان کې د یوې امنیتي سرچینې قوله راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونه بېګاه دغه هېواد ته ورننوتي او د لبنان پوله‌ساتي ځواکونه هم خپلې پوستې پرېښې دي.

د لبنان امنیتي ادارو بیا د خپلو پوله‌ساتو ځواکونو وتل رد یا تایید نه‌کړل.

بل‌خوا د حزب‌الله ډلې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی توپ‌خانو له پولې هاخوا د اسراییلو پوځ په نښه کړی دی.

په خبرپاڼه کې د اسراییلو د ځمکنیو بریدونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي. له ۲۰۰۶ کال راهیسې تراوسه اسراییل او حزب‌الله هېڅ‌کله هم مخامخ جګړه نه‌ده کړې، خو پر یوه بل یې، توغندیز بریدونه کړې دي.

د لبنان پلازمېنې بیروت په سوېل کې د اسراییلو بریدونو له امله ګڼ‌شمېر کسان خپلو سیمو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي او روغتونونو او نورو سیمو ته یې پناه وړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پر لبنان د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو پیل له امله سیمه کې د جګړې پراخېدو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام