د اسراییلو امنیتي–سیاسي شورا له هغو اقداماتو سره هوکړه وکړه چې له مخې یې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ښارګوټمېشتو لهخوا د ځمکو پېر اسانه کېږي او د فلسطینیانو پر وړاندې اسراییلي چارواکو ته پراخ اجرایي واکونه ورکوي.
د دغو اقداماتو له مخې، اسراییلي چارواکو ته اجازه ورکول کېږي چې د ځینو دیني ځایونو مدیریت پر غاړه واخلي او همدارنګه په هغو سیمو کې چې د فلسطیني خپلواکې ادارې تر کنټرول لاندې دي، د څارنې او د قوانینو د پليکولو واک پراخ کړي.
دا واکونه د چاپېریالي خطرونو، د اوبو د سرغړونو او تاریخي او لرغونو اثارو ته د زیان اړوندو قضیو پورې تړاو لري.
په دې پرېکړو کې د هغو زړو قوانینو لغوهکېدل هم شامل دي چې د کلونو لپاره یې په لوېدیځه غاړه کې د یهودیانو لهخوا د ځمکو پېر منع کړی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې طرحې له نورو مهمو برخو څخه یوه دا ده چې په فلسطیني ښارونو کې، د ځینو سیمو په ګډون د الخلیل ښار، د ښارګوټمېشتو د ودانیزو جوازونو د صادرولو واک له هغو ښاري ادارو څخه چې د فلسطین خپلواکې ادارې پورې تړاو لري، اسراییلو ته لېږدول کېږي.
د «تایمز اوف اسراییل» وېبپاڼې د راپور له مخې، پخوا به د الخلیل په یهودي مېشتو سیمو کې د ودانیزو پالیسیو هر ډول بدلون د ځایي ښاروالي او اسراییلي چارواکو دواړو تایید ته اړتیا لرله، خو د نویو پرېکړو له مخې به، اوس یوازې د اسراییل موافقه بسنه کوي.