Asset 1SWN

اسراییلو غزه کې له ۱۰۰۰ زیاتې ودانۍ ویجاړې کړي

غزه جګړه

د فلسطین د ملکي دفاع اداره وايي، اسراییلو تېرو نژدې دوو کلونو کې د بریدونو له پیل راهیسې د غزې ښار په زیتون او صبرا سیمو کې له زرو ډیرې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې کړي او سلګونه کسان یې د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

دې ادارې تېره ورځ یوه بیان کې ویلي چې د اسراییل دوامداره بمبارۍ د مرستې او ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړي.

د بیان یوه برخه کې ویل شوي چې «غزه کې، که شمال دی یا سویل، هیڅ خوندي سیمه نشته. د غزې اوسېدونکو کورونه، سرپناوې او ان د بېځایه شویو کمپونه په نښه کیږي او د اسراییل توغندییز بریدونه دوام لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


غزه چې د ملګرو ملتونو یوه سازمان په کې رسما قحطي اعلان کړې، په تېرو څو اونیو کې د اسراییلو د سختو بمباریو لاندې ده.

د غزې اوسیدونکو ویلي چې له هرې سیمې د پرلپسې چاودنو غږونه اوریدل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام