د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې د لبنان پلازمېنې بېروت کې یې، د حزبالله ډلې یو لوړپوړی قومندان وژلی دی.
د اسراییلو پوځ ویلي چې دغه قومندان یې، سهشنبه، جولای ۳۰مه په یوه هوايي برید کې وژلی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسراییلو دغه برید، د هغه توغندیز برید د غچ اخیستلو لپاره کړی چې څو ورځې وړاندې په جولان کې د شوي راکیټي برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي وو.
دغه توغندیز برید د فوټبال پر یوه لوبغالی شوی و. اسراییلو د هغه برید پړه پر حزبالله ډلې وراچولې وه، خو یادې ډلې په دې برید کې خپل لاس لرل، رد کړي و.
د اسراییلو دفاع وزیر یوواف ګالانت ویلي چې دې برید کې یې، د فواد شکر په نوم د حزبالله ډلې قومندان وژلی دی.
حزبالله ډلې تراوسه د خپل قومندان د وژلو په تړاو څه نهدي ویلي.
د لبناب المنار تلویزیون خبر ورکړی چې برید کې شاوخوا ۷۴ کسان ټپیان شوي او درې کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.