Asset 1SWN

اسراییلو په سوریه کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې بمباري کړې

AFP__20250112__36TJ4NC__v3__Preview__TopshotPalestinianIsraelConflict-1736747101

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو وايي چې د سوریې پلازمېنې دمشق کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې یې، بمباري کړې ده.

نوموړي ویلي چې دغه برید یې، دمشق کې له «دروزي لږکیو» څخه د ساتنې او له دوی د ملاتړ لپاره کړی دی.

دا په وروستیو ورځو کې دویم ځل دی چې اسراییل د دروزي لږکیو څخه د ساتنې لپاره سوریې کې بریدونه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سوریه کې دروزي مذهبي د شعیه مذهب یوه څانګه ده چې شاوخوا یو میلیون وګړي یې، په دغه هېواد کې ژوند کوي.

اسراییل وايي، دغه وګړي د سوریې سني مذهبو له لوري له تاوتریخوالي او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

دروزي مذهبي له سوریې سربېره په لبنان، اسراییلو او د جولان په لوړو کې ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام