د «العربیه» د راپور له مخې، د غزې په سوېل کې د خانیونس ختیځې سیمې د شنبې سهار (د لړم ۱۰مه) د اسراییلي ځواکونو لهخوا بمبار شوي دي.
د اسراییلو پوځ د غزې ښار په ختیځه برخه کې د هستوګنیزو ودانیو د نړولو او چاودنو عملیاتو ته دوام ورکړی او د سیمې په فضا کې د بېپیلوټه الوتکو پراخ پروازونه لیدل شوي دي.
اسراییلو له دې وړاندې د درې نامعلومو جسدونو موندل اعلان کړي وو چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته د غزې له اړخه یې ترلاسه کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوې پوځي سرچینې د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، شونې نهده چې دا جسدونه د تښتول شویو کسانو وي او زیاته کړې یې ده چې دا جسدونه د پېژندنې لپاره عدلي طب لابراتوار ته لېږل شوي دي.
بلخوا، د حماس ډلې ویلي چې تراوسه یې د جمعې پر ورځ موندل شویو درېوو جسدونو سربېره، د ټولو ۲۸ تښتول شویو کسانو له ډلې د ۱۷ کسانو جسدونه بېرته سپارلي دي.
دغه ډله وایي، د پاتې کسانو د جسدونو دقیق موقعیت معلومول ډېر ستونزمن کار دی.