غزه کې د اوربند لومړي پړاو پای ته رسېدو سره هممهاله اسراییلو دغه ښار ته له بشري مرستو بار موټرو د ننوتلو مخه نیولې ده.
که څه هم حماس د اوربند دویم پړاو پیل غوښتنه لري، خو اسراییلو تېره ورځ د امریکا هغه پلان تایید کړ چې له مخې به یې، د روژې او یهودیانو جشن پرمهال څه باندې یوې میاشتې لپاره اوربند وغځېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حماس بیا له مصر او قطر د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.
که دواړه لوري پر دغه پلان هوکړه وکړي، یوشمېر برمته شوي ژوندي او جسدونه به یې، اسراییلو ته سپارل کېږي او پاتې به د دایمي اوربند له هوکړې وروسته خوشې کړل شي.
حماس بیا وايي چې د اوربند د دویم پړاو پیل ته ژمن دي او د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحه یې، رد کړې ده.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي، محمود مرداوي، الجزیرې ته وویل چې دوی به یوازې د هغه تړون د شرایطو لاندې پاتې اسراییلي یرغمل شوي، خوشې کړي چې دمخه پرې موافقه شوې وه.
د اوربند د تړون د نازکوالي په منعکس کولو سره، سیمهییزو روغتیایی چارواکو وویل چې د اسراییلو د ډزو له امله په شمالي او سوېلي غزه کې په جلاجلا بریدونو کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییلو بیا ویلي چې دغه شکمن کسان د غزې شمال کې د دوی سرتېرو ته نږدې بم ځای پر ځای کاوه چې د یوه هوايي برید پرمهال وژل شوي دي.