Asset 1SWN

اسراییلو د صنعا پر هوايي ډګر برید کړی

2025-05-07T084629Z_977932707_RC2WCEAP97M1_RTRMADP_3_ISRAEL-PALESTINIANS-YEMEN-1746607639

پر اسراییلو له یمن د دوو توغندیزو بریدونو یوه ورځ وروسته د یمن پلازمېنې صنعا هوايي ډګر باندې اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونه کړي دي.

د حوثي ډلې اړوند المسیره ټلوېزیون نن چهارشنبه، مې ۲۸مه راپور ورکړی چې پر دغه هوايي ډګر څلور بریدونه شوي چې پرمهال د الوتکې ځغاستې لیکه او یوه الوتکه په نښه شوې ده.

د اسراییلو د دفاع وزیر، اسراییل کاټز ویلي چې د اسراییلو هوايي ځواکونو په هوايي ډګر کې د حوثیانو ترهګریز اهداف په نښه کړي او په وینا یې، «د دوی وروستۍ پاتې الوتکه یې ویجاړه کړه.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کاټز وویل: «دا یو څرګند پیغام او زموږ د پالیسۍ دوام دی، هرڅوک چې د اسراییلو پر دولت ډزې کوي، هغوی به درنه بیه پرې کړي.»

د صنعا هوايي ډګر چې په یمن کې تر ټولو لوی هوايي ډګر شمېرل کېږي، تېره اوونۍ د اسراییلو د پخوانیو بریدونو وروسته د لنډمهاله ترمیم او د ځغاستې بیارغونې وروسته بېرته فعال شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام