Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییلو د لبنان سوېل کې د حزب‌الله پر مرکز برید کړی

اسراییل جنګي الوتکه

 د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې د لبنان سوېل په بوفور قلعه سیمه کې یې د حزب‌الله هغه تاسیسات په نښه کړي چې د دې ډلې د « بریدونو او دفاعي سېسټم» د مدیریت لپاره کارول کېدل.

د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «په یاد ځای کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل شوې وې او د وسلو زېرمتونونه، پوځي جوړښتونه او ځمکې‌لاندې تاسیسات بمبار شوي دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسراییلي رسنیو ویلي، یاد مرکز په مې او جون میاشتو کې هم په شوي برید او بمبار کې زیانمن شوی و.

سره له دې چې د تېرکال د نومبر په میاشت کې د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ اوربند لاسلیک شوی، اسراییلي پوځ لاهم په دوامداره توګه د لبنان سوېل پر سیمو بریدونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام