د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اسراییل او حماس غزه کې د اوربند طرحې پر لومړۍ پړاو هوکړه کړې.
قطر هم چې د اوربند خبرو کې یې مهم منځګړی رول درلود ویلي، د اوربند طرحې د لومړي پړاو د ټولو ګټو او اجرايي میکانیزمونو په اړه هوکړه شوې.
حماس غورځنګ یوه بیانیه کې ویلي چې غزه کې د جګړې پایته رسولو، د اسراییلي ځواکونو وتلو، د مرستو رسولو او د زندانیانو پر تبادلې هوکړې ته رسېدلي.
ورته وخت کې د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ویلي چې دولت به یې نن پنجشنبه د اکټوبر په نهمه غزه کې د اوربند هوکړې تصویب لپاره غونډه وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه یوه بیانیه کې ویلي چې: «دا د اسراییل لپاره یوه ستره ورځ ده.»
غزه کې پر اوربند داسې مهال هوکړه کیږي چې د راپورونو پر اساس، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې د حماس او اسرایل ترمنځ جګړه کې ۶۷ زره او ۱۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۶۹ زره او ۸۴۱ نور ټپیان دي.
همدارنګه زرګونه کسان نور تر ورانو شویو ودانیو لاندې بند پاتې دي.