د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره هممهاله، پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه او محدودیتونه نور هم ډېر شوي او دا مهال له سختو شرایطو سره مخ دي.
د افغان کډوالو د پېژندنې، نیولو او ایستلو بهیر په پراخه کچه روان دی، کډوال وایي چې نه په خپلو کورونو، نه د اوسېدو په ځایونو او ان نه هم په عبادتځایونو کې ځان خوندي احساسوي.
یو شمېر افغان کډوالو وویل، له ترینګلتیاوو وروسته فشارونه زیات شوي او ان د ځینو جوماتونو امامانو له خلکو غوښتي چې که افغان کډوال وپېژني، د پاکستان حکومت ته دې خبر ورکړي، څو په اړه یې قانوني اقدام وشي.
پاکستان کې افغان کډوال نوید سروري د وضعیت له خرابېدو شکایت کوي او وایي، پر کډوالو شرایط ورځ تر بلې سختېږي.
«په دغو دوو ورځو کې د کډوالو وضعیت ډېر خراب شوی، ان پرون په ځینو جوماتونو کې چې د جمعې لمانځه ته تللي وو، ویل شوي چې که افغانان مو ولیدل، د پاکستان حکومت ته خبر ورکړئ.»
بل افغان کډوال وزیري چې د پاکستان په پنجاب ایالت کې ژوند کوي، وایي چې په پاکستان کې د افغانستان د سفارت خدماتو ځنډېدو د کډوالو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«هغه کډوال چې په پنجاب کې دي، له جدي ستونزو سره مخ دي. د افغانستان سفارت تړل شوی او هغه خلک چې د ویزې یا پاسپورټ ستونزې لري، له ګڼو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.»
یاسمین یقین نبيزاده چې په پاکستان کې مېشته ده، د امنیت د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، د نیولو او ایستلو تر څنګ، روانې نښتې پایله کې خلک خپل امنیت په اړه ډېر اندېښمن شوي.
«د سرحدي کړکېچونو زیاتوالي د امنیت په اړه ګڼې اندېښنې راولاړې کړي او د خلکو امنیت له ګواښ سره مخ دی. هغه کډوال چې د خپل ژوند د دوام لپاره پاکستان ته تللي، د بېثباتۍ، روحي ستونزو او د خپلې راتلونکې په اړه له اندېښنو سره مخ دي.»
د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستیو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو زرګونه افغان کډوال له امنیتي او اداري فشارونو سره مخ کړي.
له کورونو او جوماتونو نیونې او د استوګنې اسنادو پورې تړلي محدودیتونه هغه ستونزې دي چې کډوال یې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.