Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلامي امارت: هېوادونه دې د سیمې امنیت لپاره همکاري وکړي

ARG-ارګ

د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله تر وروستیو بریدونو راپدېخوا او همدارنګه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د ځینو امنیتي اندېښنو له زیاتېدو سره هم‌مهاله اسلامي امارت وایي، هېوادونه باید د اندېښنې پر ځای له افغانستان سره د سیمې د ارامښت د تامین لپاره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي، دا ډول اندېښنې د افغانستان سره د تفاهم او همکارۍ له لارې د حل وړ دي.

هغه وویل: «موږ په بشپړه توګه ډاډ ورکوو چې افغانستان د سیمې د سولې غوښتونکی دی او د افغانستان سوله په مستقیم ډول پر سیمه اغېز لري. له همدې امله سیمه‌ییزه همغږي او همکاري اړینه ده. هېوادونه باید د اندېښنې څرګندولو پر ځای، همکاري وکړي، د افغانستان د رامنځته شویو واقعیتونو منل وکړي او په ګډه همکاري وکړي.»

تېره ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د شپږ څلوېښتمې کلیزې په مناسبت یوې غونډه کې، د افغانستان او تاجیکستان پر پوله د وروستیو پېښو په اړه وویل چې ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي، د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې خرابې کړي او غواړي وضعیت ناامن وښيي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مسکو کې یوې غونډې ته ویلي چې تهران له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې له ګڼو ننګونو، په ځانګړي ډول امنیتي ستونزو سره مخ دی.

د هغه په وینا، د پولو امنیت، د اوبو مسله، نشه‌يي توکي او کډوالي د دغو ننګونو له مهمو محورونو څخه دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، په تاجیکستان کې د روسیې سفیر سمن ګریګوریف له یوې روسۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې له افغانستان څخه امنیتي اندېښنې لاهم پر خپل ځای پاتې دي.

سیاسي او امنیتي شنونکي وایي، د دغو اندېښنو هوارېدل د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ګډو همکاریو ته اړتیا لري؛ ځکه شته ګواښونه به د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.

د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه مطیع‌الله ارین‌پور وايي: «سیمه‌ییزه او څو اړخیزه همکارۍ ډېرې مهمې دي او باید پیاوړې شي. همکارۍ باید داسې میکانیزم رامنځته کړي چې د ګډو ګواښونو پر وړاندې اغېز وي او د هېوادونو او سیمه‌ییزو سازمانونو ظرفیتونه باید په دې لړ کې وکارول شي. سربېره پر دې، باید په بېلابېلو ګډو موضوعاتو تمرکز وشي.»

یوسف امین ځاځی وایي: «د دې موضوع د حل لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو پراخه همکارۍ ته اړتیا ده. د خلکو غږ باید واورېد شي. په تېرو ۴۵ کلونو کې دلته جګړه روانه وه او موږ شاوخوا په سیمه او نړۍ کې د ناامنیو شاهدان یو او د هغې اغېزې او عوامل ښه پېژنو. د افغانستان د خلکو نظریات باید واورېد شي، او همکاري باید په هر اړخیزه توګه ترسره شي.»

د یادونې وړ ده چې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله لږترلږه درې بریدونه شوي چې لسو کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون په یوې غونډه کې ویلي چې افغانستان او تاجیکستان په ګډه هڅه کوي، څو د دې ډول پېښو د بیا تکرار مخه ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام