Asset 1SWN

اسلامي امارت قطر کې د حماس پر مشرانو د اسراییل برید غندلی

ارګ ۲۲ (2)

اسلامي امارت قطر کې د حماس پر مشرانو د اسراییل برید غندلی او هغه یې “وحشیانه” او د بشري حقونو خلاف بللی.

اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت یوه اعلامیه کې ویلي، قطر کې د حماس په دفتر د اسراییل برید شوی چې له امله یې د حماس څو تنه غړي وژل شوي.

اعلامیه کې راغلي، اسراییل په پرله‌پسې توګه د انساني او سیاسي نورمونو سرغړونه کوي، په داسې حال کې چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه او نړیوال بنسټونه یې پر وړاندې چوپ پاتې دي.

د اعلامیې یوه برخه کې ویل شوي چې: “له الله تعالی څخه غواړو چې د اسراییل د ظلمونو له امله هغوی ته سخته سزا او ماته ورکړي، ترڅو په ټوله نړۍ کې د یرغلګرو لپاره ستر عبرت او درس وګرځي.”

اسلامي امارت د اسراییل د تېري او غزه کې پر فلسطینیانو د ظلم د درېدو غوښتنه کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، اسراییل دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د څو غړو د استوګنې ودانۍ په نښه کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «دا برید له ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو ښکاره سرغړونه ده.»

اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ډول بریدونه د قطر د وګړو امنیت ګواښوي او د زغملو وړ نه دي.

د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو تېره ورځ د قطر دوحه کې د حماس پر لوړ پوړو چارواکو له برید وروسته ویلي، دغه عملیات یې په خپلواکه توګه کړي.

هغه وویل، دغه عملیات اسراییل پیل او ترسره کړل چې بشپړ مسوولیت یې په غاړه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام