Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلامي امارت د اسلام‌اباد یوه جومات کې چاودنه غندلې

l290_22381770371228

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه چې له امله یې ګڼو لمونځ‌کوونکو ته مرګژوبله اوښتې، غندلې.

دغه وزارت تېره ورځ جمعه یوه اعلامیه کې ویلي، بریدونه چې د سپېڅلو شعائرو او د جوماتونو حرمت ننګوي او عبادت کوونکي او ملکيان په نښه کوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه ده.

اسلامي امارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې.

د یادونې ده چې د اسلام اباد یوه جومات کې تېره ورځ د جمعې لمانځه پرمهال د چاودنې له امله لسګونه لمونځ کونکي وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام