د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سیمه کې وروستیو تحولاتو په بېساري ډول کړکېچونه راپارولي او دا وضعیت به د سیمې لپاره اوږدمهاله منفي پایلې ولري.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره ورځ یکشنبه د حوت ۱۰ / فبروري لومړۍ پر اېکسپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت په سیمه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه لري.
هغه لیکلي: «اسلامي امارت د هغه برید له امله خپله ژوره اندېښنه څرګندوي چې د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران ترسره شو او وروسته د ایران له خوا د خلیجي هېوادونو په نښه کولو سره پراخ شو.»
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د منل شویو اصولو له مخې، د هېوادونو د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حریم نقض او همدارنګه د ملکي وګړو وژل، د غندنې وړ کړنې دي.
یاد وزارت له ښکېلو اړخونو غوښتي چې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره پوځي اقدامات ودروي او ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.