د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو یو ځل بیا په «میرانشاه او سپینوام» کې د پاکستان پوځي مرکزونه بمبار کړي.
د دفاع وزارت نن شنبه د دلوې ۹ فبروري ۲۸ ویلي، دغه هوايي بریدونه تېره شپه د دولسو بجو په شاوخوا کې ترسره شول.
دغو بریدونو کې د میرانشاه پوځي قرارګاه او د سپینوام پوځي قرارګاه ویجاړې شوې او درانه تلفات یې واړول.
د دفاع وزارت زیاته کړې چې دغه بریدونه د پاکستاني ځواکونو د پرلهپسې هوايي تېریو په غبرګون کې ترسره شوي دي.