Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسلام‌اباد څلور اړخیزه ناسته؛ د سیمې د کړکېچ په پایته رسولو ټینګار شوی

Pakistan

د اسلام‌آباد څلور اړخیزه ناسته چې د پاکستان په نوښت جوړه شوې وه، د ګډونوالو له‌خوا په منځني ختیځ کې د جګړې د پای او د هرمز تنګي د بیا پرانیستو په ټینګار سره پایته ورسېده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې ناستې په پای کې ویلي چې هېواد یې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره کوربتوب ته چمتو دی.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له دې چې پر ډیپلوماسۍ ټینګار کوي، خو سیمې ته یې د ځمکنۍ جګړې د چمتووالي لپاره نور ځواکونه هم استولي.

په جګړه‌ییز ډګر کې د جګړې د درېدو او د کړکېچ د کمېدو هېڅ څرګنده نښه نه لیدل کېږي او لا هم د امریکا ـ اسراییلو او ایران ترمنځ پراخې نښتې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام