د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست رییس محمدقاسم راشد پرانېستغونډې ته وویل، د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه شبکې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د تېر یوه کال په ترڅ کې جوړې او نن پنجشنبه، زمري ۱۸مه ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راشد زیاته کړه، د یادو شبکو له پرانیستې وورسته په څرخ ولسوالي کې شپږ سوه کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ او هڅه روانه ده چې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم ورته پروژې عملي شي.
نوموړي وویل: «دواړه شبکو ته دوه ژورې څاه ګانې کېندل، ۷۵ سولرونو نصب کول، دوه د اوبو لوې ذخیرې چې هره یوه یې ۵۰ متره معکبه د اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري جوړه شوې دي او همدارنګه د هستوګنې کورونو ته ۱۳ زره متره د اوبو پایپ غځول او نږدې ۴ سوه کورنیو ته د اوبو نلکۍ نصبول شامل دي.»
د لوګر څرخ ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د (UNICEF) له لوري د څرخ ولسوالي په « نورا» او «کارته خواجه غار» کلیو کې د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې پرانېستل شوې.
باید وویل شي چې د (UNICEF) له لوري په مرکز پلعلم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو ۱۲ نورې شبکې هم تر کار لاندي دي چې د روان کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.