د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي د وروستیو پېښو په تړاو خلکو ته خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د ورانکارو او هغو کسانو پر وړاندې به چې د بهرنیانو په ګټه عمل کوي، هېڅ ډول شاتګ او نرمښت ونهښيي.
هغه وویل، د امریکا ولسمشر دې د ایران په اړه د فکر کولو پر ځای د خپل هېواد په اداره کولو تمرکز وکړي.
ایتالله علي خامنهيي وايي: «تهران او نورو ښارونو کې یو شمېر ورانکاره راوتلي او هېواد پورې اړوند ودانۍ یې ویجاړې کړې، ترڅو د امریکا د ولسمشر خوښي ترلاسه کړي. دوی د هغه په خوښۍ تکیه لري، حال دا چې که هغه توان ولري، خپل هېواد هم سم نه شي اداره کولی. لاسونه یې تر زرو زیات ایراني وګړو په وینو ککړ دي.»
نوموړي ټینګار وکړ چې یو شمېر بېتجربه او دوکه شوي کسان د کثافاتو د سطلونو په سوځولو او د عامه شتمنیو په ویجاړولو سره، یوازې د بهرنیانو د خوښۍ د ترلاسه کولو هڅه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران مذهبي مشر اسراییل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې او د څه باندې زرو ایراني وګړو د وژل کېدو په یادولو سره زیاته کړه چې امریکا خپله منلې چې لاسونه یې د ایرانيانو په وینو ککړ دي، خو بیا هم د ایران د ملت د ملاتړ دعوه کوي.
هغه ټینګار وکړ: «ټول دې پوه شي چې ایران د سلګونو زرو پاکنفسه انسانانو د وینو په بیه رامنځته شوی؛ د ورانکارو پر وړاندې به هېڅکله شاتګ ونهکړي. د بېګانه مزدوري نهشي زغملی. ملت تا ردوي، اسلامي نظام هم تا ردوي.»
د ایران د مذهبي مشر دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو کې اعتراضونه روان دي او د عامه شتمنیو د ویجاړولو او نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.