Asset 1SWN

د ایران مذهبي مشر د رییسي د مړینې له کبله پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړ

170586927

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

خامنه‌ای د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې په تړاو پیغام کې له نوموړي د «نه ستړې‌کېدونکي انسان» په توګه یادونه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه په دې پیغام کې ویلي: «دا پېښه د خدمت‌رسونې د هڅې پرمهال رامنځته شوې. د دې انسان ټول مسوولیتونه که هغه د ولسمشرۍ لنډمهاله دوره وه، که له هغه وړاندې، له دمې پرته خلکو، هېواد او اسلام ته په خدمت کولو کې تېره شوه.»

نوموړي همداراز د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان هم مجاهد او فعال وزیر یاد کړی دی.

په ورته مهال د ایران د حکومت پلاوي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان له مړینې وروسته علي باقري کني د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.

علي باقري کني له ۱۴۰۰کال راهیسې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په توګه دنده کوي.

د ایران د قانون له مخې، که د دغه هېواد ولسمشر مړ کېږي، د نوموړي لومړی مرستیال باید د ټاکنو او بل ولسمشر تر ټاکلو کېدو پورې، د هغه چارې پرمخ بوځي.

د ابراهیم رییسي لېږدوونکې چورلکه پرون دوشنبه، مې ۱۹مه هغه مهال له پېښې سره مخ شوه چې له اذربایجان سره پر سرحدي ارس سیند د رغول شوي قیزقعله سي بند پرانیستل‌کېدو وروسته بېرته تبریز ته روانه وه.

د ایران ختیځ کې د اذربایجان ولایت د ورزقان او جلفا سیمو ترمنځ دیزمار ځنګل د پېښې اصلی ځای بلل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او یو‌شمېر نورو چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام