د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وينا کې، وويل چې د امريکا او اسراییلو لهخوا د روان کال جون مياشت کې پر دغه هېواد شوي بريدونه «ستر خيانت» او «د ثبات او سولې د ټينګښت د هڅو کمزوري کول» دي.
هغه يو ځل بيا د تهران د اټومي پروګرام په اړه د لوېديځ دريځ رد کړ او ټينګار يې وکړ: «ايران هېڅکله د اټومي بم د جوړولو په لټه کې نهو او نه به وي. موږ د اټومي وسلو غوښتونکي نه يو.»
پزشکيان په خپلو خبرو کې د هغه څه يادونه هم وکړه چې ده ورته «په غزه کې نسلوژنه» وويل او د نړۍ د اوسني وضعيت او پر ايران د اسراییلو بريدونه يې په کلکه وغندل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ايران د ولسمشر دا څرګندونې يوازې څو ورځې مخکې له هغه کوي چې ښايي پر تهران نړيوال بنديزونه بېرته ولګول شي. د لوېديځو هېوادونو په وينا، دغه بنديزونه د سپتمبر پر ۲۸ نېټه عملي کېږي او د ايران د اټومي پروګرام پر سر د اندېښنو له امله دي.
پزشکيان زياته کړه چې امنيت د زور له لارې نه، بلکې د باور په رامنځته کولو سره ترلاسه کېږي.