Asset 1SWN

د ایران د پوځ مشر: د اسراییلو ګواښونه لاهم موجود دي

ایران پوځ مشر

د ایران دولتي رسنۍ د دغه هېواد د پوځ د مشر امیر حاتمي له قوله ویلي چې د اسراییلو ګواښونه لاهم شته دي او باید ورته په کمه سترګه ونه‌کتل شي.

د ایران رسمي خبري اژانس «ایرنا» په وینا، حاتمي ویلي: «یو سلنه ګواښ باید د ۱۰۰ سلنه ګواښ په توګه وګڼل شي. موږ باید دښمن کم ونه‌ګڼو او نه هم د هغه ګواښونه پای ته رسیدلي وګڼو او زیاته یې کړه چې د اسلامي جمهوریت د توغندیو او ډرون ځواک لاهم لري او د عملیاتو لپاره چمتو دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تېره میاشت د اسراییلو دفاع وزیر خبرداری ورکړ، که له ایران دوی ته ګواښ پېښ شي، دوی به یو ځل بیا پر ایران برید وکړي.

د جون په میاشت کې اسراییل او امریکا د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه پیل کړل چې په ځواب کې یې، تهران د توغندیو او ډرونونو په بریدونو سره د اسراییلو پر وړاندې خپل غچ واخیست.

په دې بریدونو کې دواړو لوریو ته مرګ‌ژوبله هم واوښته چې د جګړې ډېری قربانیان د ایران ملکي وګړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام