Asset 1SWN

ایران بهرنیوچارو وزیر سبا چین ته ځي

ایران بهرنیوچارو وزیر- عراقچي-عباس-سید

د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سبا «چهارشنبه، اپرېل ۲۳مه» د چین په بلنه هغه هېواد ته سفر کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوجیاکن نن سه‌شنبه، اپرېل ۲۲مه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډې اندېښنې وړ نړیوالو او سیمه‌ییز مسلو په اړه بحث او خبرې وکړي.

د یاد وزارت ویاند همداراز هیله‌ ښودلې چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي متقابل باور د ژورولو لپاره خورا مهم دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ایران بهرنیوچارو وزیر داسې مهال چین ته سفر کوي چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه له امریکايي پلاوي سره پر خبرو بوخت دی.

که څه هم د امریکا او ایراني پلاویو ترمنځ د یادو خبرو څو پړاونه شوي، خو تراوسه یې، د پایلو په تړاو په کره توګه څه نه‌دي په ډاګه شوي.

د مستقیمو او غیرمستقیمو خبرو په ترڅ کې دواړو هېوادونو بیا د خپلو پلاویو ترمنځ شوې خبرې، ښې بللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام