Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران موټرچلوونکي له ویزې پرته هرات ته راتللی شي

IMG-20260328-WA0000

د هرات محلي مسوولان وايي، له دې وروسته د ایران د ترانزیتي وسایطو موټرچلوونکي د اسلام‌قلعه سرحدي بندر ته د ننوتلو لپاره د ویزې او «وردپاس» اخیستو ته اړتیا نه‌لري.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وايي، د دغه پرېکړې له مخې به ایراني ترانزیتي وسایط وکولای شي پرته له دې چې د ویزې او وردپاس قانوني پړاوونه بشپړ کړي، د اسلام‌قلعه سرحد ته داخل شي او د ټاکل شوي ځای په چوکاټ کې خپل بارونه خالي کړي او وروسته بېرته خپل مقصد ته ستانه شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی زیاتوي چې د دې طرحې عملي کېدل له یوې خوا د ترانسپورټي لګښتونو د کمېدو او د سوداګرۍ د اسانتیا سبب ګرځي او له بل‌خوا به د توکو د لېږد د لګښتونو په کمېدو سره د بازارونو د اجناسو په بیو کې هم مثبت اغېز ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام