د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند ابوالفضل شکارچي ویلي، د امریکا او اسراییل پر وړاندې به پاتې را نهشي او تردامهاله یې سیمه کې د دښمن ټولې هغه اډې په نښه کړي چې د بریدونو د پیل مرکزونه وو.
هغه نن شنبه وویل، کوم هېوادونه چې تراوسه یې امریکا او اسراییلو ته فضا او امکانات نه دي برابر کړي، د دوی هدف نهدي ګرځېدلي او له دې وروسته هم نهدي.
هغه زیاته کړه چې: «زموږ ټولې هڅې دا دي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب اړیکې ولرو.»
خو په وینا یې، له هر ځای چې پر ایران برید وشي، هماغه ځای به په نښه کړي.