د اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې پراخېدو سره هممهاله، ایراني چارواکو ویلي چې ټول پوهنتونونه مکلف دي له بهرنيو محصلانو سره له هېواده د وتلو په برخه کې اړینه همکاري وکړي.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت د محصلانو چارو ادارې د مشر په خبره راپور ورکړی چې له اجازې پرته د ځمکنيو پولو له لارې د بهرنيو محصلانو د وتلو امکان شته.
هغه همدارنګه ویلي چې د وروستۍ ازموينو د ترسره کېدو لپاره بديل وخت وټاکي يا د پایلیک «تېزس» د دفاعي ناستو لپاره مناسب مهالوېش اعلان کړي.
امريکا او اسراییلو د شنبې په ورځ د حوت ۹ په ګډه پر ايران بريد وکړ؛ هغه بريد چې په کې د ايران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي او د دغه هېواد يو شمېر لوړپوړي چارواکي ووژل شول.
له دې پېښې وروسته، سپاه پاسداران په منځني ختيځ کې د امريکا پر اډو او د اسراییلو پر ځينو سيمو «غچاخيستونکي» بريدونه پيل کړل.
دا بريد داسې مهال ترسره شو چې ايران او امريکا د اټومي خبرو په حال کې وو؛ هغه مذاکرات چې په سيمه کې د تاوتريخوالي د کمېدو هيلې يې زياتې کړې وې.