د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي نن سهشنبه، اپرېل اتمه د ټرمپ څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ایران او امریکا به راتلونکې شنبه، په عمان کې غیرمستقیم مذاکرات پیل کړي.
عراقچي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «ایران او امریکا به شنبه، په عمان کې د لوړې کچې غیرمستقیم مذاکرات پیل کړي. دا لیدنه چې څومره یو فرصت دی، یوه ازموینه هم ده. توپ اوس د امریکا پر ځمکه دی.»
ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د لیدنې پرمهال ویلي چې د امریکا او ایران خبرې پیل شوي او ټاکل شوې تهران او واشنګټن د لوړې کچې ناسته وکړي.
ټرمپ وویل: «موږ شنبه په مستقیمه توګه له ایران سره د لوړې کچې ناسته لرو. موږ له ایران سره مستقیمه اړیکه کې یوو. ښايي هوکړې ته ورسېږو چې د ایران لپاره به ښه هوکړه وي. خو اوس لپاره ټاکل شوې چې شنبه له دوی سره ووینو او ګورو چې څه کېږي؟»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې د ټرمپ له څرګندونو د ایران اخیستنه توپیر لري او په وینا یې، ټاکل شوې چې د دواړو لوریو استازي راتلونکې شنبه په عمان کې وویني.
نیویارک ټایمز د درېوو ایراني چارواکو له قوله په دې راپور کې لیکلي چې ټاکل شوې، ایراني او امریکايي چارواکي په عمان کې جلا جلا خونو کې کېني او عماني چارواکي د دواړو لوریو ترمنځ پیغامونه ولېږدوي.
د راپور پر بنسټ، که غیرمستقیم مزاکرات په سمه توګه مخته لاړ شي، ایران چمتو دی چې خپل دریځ بدل کړي او امریکا سره مستقیم مزاکرات پیل کړي.