Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران له ملګروملتونو غوښتي چې د ټرمپ ګواښ ته غبرګون وښيي

JPEGmini

ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي د دې سازمان سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د یو رسمي لیک په لېږلو سره، ایران کې د اعتراضونو په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستۍ ګواښونکې څرګندونې غندلي او د محکومیت غوښتنه یې کړې.

امیرسعید ایرواني په خپل لیک کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته یې استولی، لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې چې د لاریون کوونکو د تاوتریخوالي له لارې د ځپلو په صورت کې د امریکا د احتمالي مداخلې په اړه شوي، «غیرقانوني، پاروونکې او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه» بلل کېږي.

نړیوالو رسنیو نن راپور ورکړی چې دغه لیک پرون د ټرمپ له څرګندونو یوازې څو ساعته وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته استول شوی.

لیک کې ټینګار شوی چې د کورنیو ګډوډیو هر ډول هڅونه او یا د بهرنۍ مداخلې ګواښ، د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بلل کېږي او دا هېواد حق لري چې له ځانه دفاع وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو له مخې، ایران کې د روانو اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور نیول شوي دي.

ایران کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د دغه هېواد پلازمېنه تهران کې یو شمېر دوکاندارانو او کسبه‌کارانو د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د لوړو بیو او اقتصادي رکود پر ضد اعتصاب وکړ.

ډونالد ټرمپ د دغو اعتراضونو په غبرګون کې ویلي چې که ایران کې معترضان ووژل شي، متحده ایالات به «د اقدام لپاره چمتو» وي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ لفظي ترینګلتیاوې داسې حال کې زیاتې شوي چې ایران له سخت اقتصادي بحران، لوړ انفلاسیون او د ملي اسعارو د ارزښت له کمېدو سره مخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام