Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران د امریکا او اسراییلو دوه ډرون ویشتلي

https___d1e00ek4ebabms.cloudfront.net_production_cddbf1a2-54b4-47d7-a52b-b7985a812f4b

د ایران پوځ اعلان کړی چې د دې هېواد د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري د امریکا او اسراییلو دوه پرمختللې بې‌پیلوټه الوتکې ویشتل شوې دي.

د پوځ په وینا، د امریکا یوه پرمختللېMQ-9  بې‌پیلوټه الوتکه د ایران د لرستان ولایت په اسمان کې د هوايي دفاعي سیستم له لوري په نښه شوې او نسکوره شوې ده. چارواکو ویلي چې دغه الوتکه د ایران د هوايي حریم له څار وروسته هدف ګرځول شوې ده.

همداراز د ایران پوځ ویلي چې د اسراییلو یوهHermes 900  بې‌پیلوټه الوتکه هم د تهران اړوند په عمومي سیمه کې د پوځ د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري ویشتل شوې او له‌منځه وړل شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پوځ د معلوماتو له مخې، دواړه بې‌پیلوټه الوتکې د پرمختللو څارګریزو او استخباراتي تجهیزاتو لرونکې وې او د دفاعي ځواکونو له لوري د هوايي حریم د ساتنې په ترڅ کې هدف ګرځول شوي دي.

د ایران پوځ تراوسه د دغې پېښې د دقیق وخت، ځای او نورو جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي او همداراز د دې پېښې په اړه د امریکا او اسراییلو رسمي غبرګون هم نه دی څرګند شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام