د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو ادعا کړې چې هغه امریکايي الوتکه یې ویشتلې چې د ورک شوي امریکايي افسر د لټون په عملیاتو کې یې برخه لرله.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د اصفهان په سوېلي سیمه کې شوې ده.
فارس خبري اژانس د خپل ټیلیګرام له لارې یو انځور هم خپور کړی چې پهکې له یوې کروندې څخه د لوګي پورته کېدل ښکاره کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد اژانس دا پېښه د امریکا لپاره «لویه ماتې» بللې او ویلي یې دي چې دا د ډونالډ ټرمپ «ناهیلې کوونکې هڅه» ده، څو وضعیت پټ کړي.
دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ اعلان کړی و، هغه امریکايي عمله چې مخکې په ایران کې ورکه شوې وه، ژغورل شوې.
تر اوسه د دې پېښې په اړه د امریکا له لوري رسمي غبرګون نهدی خپور شوی او خپلواکې سرچینې هم د ایران دغه ادعا نه ده تایید کړې.