وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ایران سره یې د دوو اونیو لپاره اوربند اعلان کړی، تهران امریکا ته د دغه اوربند لپاره ١٠ ماده ییزه طرحه وړاندې کړې.
ایراني رسنیو نن چهارشنبه راپور ورکړی چې امریکا سره د اوربند لپاره طرحه کې لاندې مادې شاملې دي.
۱. امریکا به رسمي ژمنه چې پر ایران به برید نه کوي
۲. د هرمز په تنګي د ایران د کنټرول دوام
۳. د یورانیمو د بډاینې حق په رسمیت پېژندل
۴. د امریکا د لومړنیو بندیزونو بشپړ لغوه کېدل
۵. د امریکا د ثانوي بندیزونو بشپړ لغوه کېدل
۶. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو هغو پرېکړهلیکونو لغوه کول چې د ایران پر ضد صادر شوي
۷. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) د رهبرۍ شورا د ټولو هغو پرېکړهلیکونو لغوه کول چې د ایران پر ضد دي
۸. ایران ته د تاوان ورکول
۹. له سیمې څخه د امریکا د پوځي ځواکونو وتل
۱۰. په ټولو جبهو کې اوربند
دا داسې مهال دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه اعلان کړی چې له ایران سره یې د دوو اونیو اوربند منلی.
د راپورونو پر اساس، ټرمپ له خپلو هغو ګواښونو په شا شوی چې ویلي یې وو، ویجاړوونکی برید به ترسره کړي.