د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، وايي چې اروپایي هېوادونو د نوو پرېکړهلیکونو د مسودو پر وړاندې کولو سره د ايران د اټومي موضوع په اړه د مذاکراتو لاره «له خنډ سره» مخ کړې ده.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران سولهییز اټومي حق باید په رسمي توګه وپېژندل شي.
بقایي نن دوشنبه، د لیندۍ لسمه، په یوې خبري ناسته کې وویل چې له فرانسې سره خبرې اترې د دې معنی نهلري چې رسمي مذاکرات پیل شوي دي.
نوموړي د یوه پوښتنې په ځواب کې چې د عراقچي او فرانسوي چارواکو تر کتنې وروسته د پاریس د اعلامیې په اړه مطرح شوه، وویل: «یوازې دا ویل چې ‘موږ د خبرو لپاره تیار یو’ له واقعیت سره مرسته نه کوي. اصلي موضوع دا ده چې مقابل لوري په رښتیا د مذاکراتو لپاره اماده نه دي. دوی وايي چې ایران دې ‘بېرته د خبرو مېز ته راشي’، خو کوم مېز؟.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي چې د دغه هېواد د اټومي پروګرام او د بندیزونو د ستونزې د حل لپاره نه له امریکا او نه له اروپایي هېوادونو سره هېڅ ډول خبرې نهدي روانې. هغه څرګنده کړه چې د امریکا د اوسنیو سیاستونو له امله، د خبرو اترو زمینه «په فعلي حالت کې نهشي برابرېدای.»
تر دې وړاندې، تهران او واشنګټن د ایران د اټومي موضوع په اړه پنځه پړاو مذاکرات کړي وو، خو د ایران او اسراییلو ترمنځ د دولس ورځنۍ جګړې له پیلېدو وروسته، شپږم پړاو وځنډول شو.