ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پوځ یې یو ځل بیا نن دوشنبه سیمه کې د امریکا نظامي اهداف په نښه کړي.
راپور کې ویل شوي چې عربي متحده اماراتو، بحرین، عربستان او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه شوي دي.
ورته وخت کې د لبنان حزبالله هم ویلي چې پر اسراییل یې توغندیز برید کړ.
تر دغو بریدونو وروسته د اسراییل حیفا ښار کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.