د ایران بهرنیو وزیر مرستیال سعید خطیبزاده وايي چې دغه هېواد له امریکا سره د هر ډول غیرمستقیم تعامل او خبرو ته بېړه نهلري.
د ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې خطیبزاده ویلي، ایران باید ډاډ ترلاسه کړي چې امریکا سره د خبرو پیل او یوې پایلې ته د رسېدو لپاره کافي تضمینونه شتون ولري.
هغه وویل: «اسراییل یو لوری نهدی چې موږ هغوی د یوه شریک په توګه نظر کې ونیسوو، ځکه موږ اسراییل د یوه هېواد په توګه په رسمیت نهپېژنوو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همداراز زیاته کړه: «احتمالا موږ د دوو هېوادونو ترمنځ د خصومت مدیریت ته اړتیا لرو چې ښايي د دې ډول مذاکراتو له لارې رامنځته شي، خو د هېڅ څیز لپاره بېړه نهلرو، خو دا چې ډاډه شو چې امریکا له تېر بدله شوې وي.»
خطیبزاده خبرداری ورکړی چې امریکا په سختدریزۍ نهشي کولای چې د نورو هېوادونو ارضي تمامیت او خپلواکۍ باندې تېری وکړي.