د ایران بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت پاکستان ترمنځ د ننګونو مخنیوي ته چمتوالی ښوولی.
د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د افغانستان او ایران ترمنځ مناسبات مثبت ارزولي، خو د افغانستان پاکستان ترمنځ پوله کې یې ننګونو څخه اندېښنه ښوولې.
هغه یوې غونډې ته ویلي، تهران د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د ننګونو د زیاتېدو مخنیوي ته چمتوالی لري.
د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ اړیکې میزان میاشت کې پر فرضي کرښه له نښتو وروسته ترینګلې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله هم تېرو څو میاشتو راهیسې تړلې پاتې ده.
تازه پاکستان دوه شپې وړاندې یو ځل بیا پر پکتیکا او ننګرهار ولایتونو هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر ملکیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت د یادو بریدونو په غبرګون کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې بریدونو ځواب به په “مناسب وخت” کې ورکړي.