Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران دغه هېواد کې شپږ عرب سیاسي بندیان اعدام کړي

suicide_0

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نن شنبه سهار (تلې دولسمه) د دغه هېواد د اهواز په سپیدار زندان کې د شپږو عرب سیاسی بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.

د قضائیه قوې اړوند میزان خبري اژانس لیکلي، دغه کسان په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې نیول شوي وو او «په یوه برید کې د څلورو امنیتي ځواکونو د وژلو» په تور محکوم شوي وو.

خو د «کارون بشرحقونو سازمان» په وینا، علی مجدم، معین خنفري، سیدسالم موسوي، محمدرضا مقدم، عدنان البوشوکه (غبیشاوي) او حبیب دریس د سیاسي دلایلو له امله نیول شوي، میاشتو میاشتو تر شکنجې او سختو پوښتنو وروسته په اعدام محکوم شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بشري حقونو فعالانو ویلي، دا بندیان له وکیل څخه محروم پاتې شوي او په وروستیو دوو کلونو کې څو ځله په انفرادي بندخونو کې ساتل شوي دي. باوري سرچینه هم تاییدوي چې د ځینو تورنو کورنۍ د اعترافونو د اخستلو لپاره نیول او ګواښل شوې وو.

باید وویل شي چې د ۱۴۰۲ د چنګاښ په ۲۸مه پر ټولنیزو شبکو د دغو اعدامونو د لغوه کېدو په اړه د غوښتنې کمپاین هم شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام