د ایران د قضایي ادارې د مطبوعاتو د خبر له مخې، دغه هېواد نن چهارشنبه، جنورۍ ۲۸مه، د حمیدرضا ثابت اسماعیلپور په نوم یو کس اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړی دی.
حمیدرضا ثابت اسماعیلپور د ۲۰۲۵کال د اپرېل په ۲۹، نیول شوی و او وروسته د جاسوسۍ او د اسراییلو استخباراتي ادارې (موساد) سره د معلوماتو او محرمو سندونو د شریکولو په تور د ایران د سترې محکمې له تایید وروسته د قانوني پروسیجرونو له مخې ځړول شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ایران له تېرو څو لسیزو راهیسې د اسراییل په استخباراتي خدمتونو تورن ګڼشمېر کسان اعدام کړي دي.
په تېره بیا وروسته له هغې چې تېرکال د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمه شخړه رامنځته شوه او اسراییل او متحده ایالاتو د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل. د جاسوسۍ په تور د اعدامونو شمیر په پام وړ زیات شوی دی.