پر ایران د اسراییلو او امریکا د هوایي بریدونو په لړ کې د ایران حکومت وایي چې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یې، یو کس اعدام کړی دی.
د ایران نیمه دولتي رسنۍ فارس نن دوشنبه، جون ۲۳مه په یوه راپور کې ویلي چې د یاد هېواد حکومت محمدامین مهدوي شایسته اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور په دار ځړولی دی.
دغې رسنۍ دغه کس د اسراییلو د موساد سایبري ډلې مشر یاد کړی چې په ۲۰۲۳کال کې نیول شوی و.
ایران له اسراییلو سره د جګړې پیل راهیسې د روانې جون میاشتې له ۱۳مې نېتې راهیسې تر دې مهاله د جاسوسۍ په تور درې کسان اعدام کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لومړی کس د جون په ۱۶مه او دویم کس هم د جون په ۲۲مې په دار ځړول شوي دي.
په ورته مهال اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور د شکمنو کسانو تورونه په خپلواکه توګه نهدي تایید شوي.
بلخوا د بشري حقونو سازمانونو په وار وار په ایران کې د شکمنو کسانو اعدام او همدارنګه د قانوني بهیر نشتوالی غندلی دی.
اسراییلو سره د جګړې راهیسې ایران په لسګونه کسان د جاسوسۍ په تور نیولي او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.