د ایران قضایه قوې اړوند د میزان په رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې دغه هېواد کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام شوی دی.
په راپور کې د اعدام شوي کس نوم پدرام مدني ښودل شوی او نن چهارشنبه، مې ۲۸مه په دار ځړول شوی دی.
ایران چې له اسراییلو سره ل اوږدې مودې راهیسې په یوې پټه جګړه کې ښکېل دی، ګڼشمېر کسان اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د میزان رسنۍ د راپور له مخې، پدرام مدني په ۲۰۲۰کال کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی و او تهران کې د مهمو ځایونو په تړاو یې، اسراییلو ته معلومات برابرول.
تېره میاشت هم ایران د محسن لنګرنشین په نوم یو کس اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی و.