د ایران حکومت د محسن لنګرنشین په نوم یو کس چې اسراییلو ته په جاسوسۍ او ترهګرو اقداماتو کې د همکارۍ په تور نیول شوی و، نن چهارشنبه، اپرېل ۳۰مه اعدام کړی دی.
د ایران د قضایه قوې رسنیز مرکز په یوه راپور کې ویلي چې محسن لنګرنشین له ۱۳۹۹ کال راهیسې د اسراییلو استخباراتي سرویس «موساد» سره همکاري کوله او ایران کې یې، بېلابېل ماموریتونه کړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې دغه کس د خپلو فعالیتونو په لړ کې د ایران دفاع وزارت اړوند پر یوه صنعتي مرکز برید ته تجهیزات برابر کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپور پربنسټ، لنګرنشین به د اسراییلو له استخباراتي ادارې څخه په ایران کې د ورانکارو فعالیتونو لپاره پیسې لېږدولې او ترڅنګ یې، دغه هېواد کې به یې، کورونه اجاره کول او د پوځي چارواکو په ترور کې یې، هم لاس درلود.
ایران همداراز وايي چې اعدام شوي کس په نیپال او ګرجستان کې د اسراییلو د موساد ادارې له افسرانو سره هم لیدلي او په ایران دننه یې، ترې د ماموریت ترسره کولو لپاره لارښوونې هم ترلاسه کړې وې.