Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اسراییلو د ایران بریدونه؛ اووه کسان وژل شوي

112121212

د اسراییلو سوېل په بئرالسبع کې د ایران له لوري د ویشتل شویو توغندیزو بریدونو له کبله اووه کسان وژل شوي دي.

د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو ادارې د مسوولانو په وینا، دغه کسان د هستوګنې پر یوه کور د ایران د توغندي د لګېدو له امله وژل شوي.

بل‌خوا د ایران بهرنیو چارو وزیر پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسراییلو پر وړاندې د دوی توغندیز بریدونه د نن ورځې د سهار تر څلورو بجو روان وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه اعلان وکړ چې اسراییلو او ایران د یوه بشپړ اوربند لپاره هوکړه کړې ده. د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا اسراییلو ادعا کړې چې ایران له شوي اوربند سرغړونه کړې او په وینا یې، پر تهران یې، د بریدونو د بېرته پیلېدو خبرداری ورکړی دی.

د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز اعلان کړی چې خپلو ځواکونو ته یې، امر کړی چې د تهران پر مهمو ځایونو بریدونه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام