د اسراییلو د روغتیا وزارت اعلان کړی چې له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې ۳زره او ۵۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۷۰ څخه زیات کسان د ایران د بریدونو له امله روغتونونو ته انتقال او بستر شوي دي.
د اسراییلو د روغتیا وزارت زیاتوي چې دامهال ۸۶ کسان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي چې له ډلې یې د ۸ کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپورونه ښيي چې د اسراییل او ایران ترمنځ جګړه ۱۸ ورځې وړاندې، د اسراییل او متحده ایالات له لوري پر ایران په بریدونو سره پیل شوه چې لاهم روانه ده.
ایران تراوسه له اسراییلو سربېره، په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو هم بریدونه کوي چې د راپورونو له مخې، مرګژوبله هم لري.