Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران او پاکستان څه باندې ۳زره افغانان اېستلي

افغان کډوال راستنېدل

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ویلي، ایران او پاکستان تازه ۳ زره او ۵ افغانان اخراج کړي.

دغه کمیسیون یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادکسان تېره ورځ هرات کې د اسلام‌کلا، نیمروز کې د ورېښمو پُل، کندهار کې د سپین‌بولدک، ننګرهار کې د تورخم او هلمند کې د بهرامچې له لارې افغانستان ته راستانه شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې ویل شوي چې له پاکستان او ایران څخه راستنو شوو سره روغتیايي، خوراکي او نغدي مرستې هم شوي.

له پاکستان او ایرانه د کډوالو اېستلو لړۍ دوام لري او د اسلامي امارت له لوري د وړاندې شوو شمېرو پر اساس، د روان لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا دوه میلیونه افغانان هېواد ته راګرځېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام