Asset 1SWN

سلام وطندار

ای‌او‌اېم: ۳میاشتو کې نیم‌میلیون کسان له افغانستان وتلي او ۸۵۰زره بېرته راغلي

کډوال

د کډوالۍ نړیواله سازمان «ای‌او‌اېم» مسوولان وايي چې د تېرو درېوو میاشتو پرمهال څه باندې نیم میلیونه افغانان له هېواده وتلي دي.

یاد سازمان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال د اپرېل او جون میاشتو ترمنځ نږدې ۵۵۰زره کسان له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپور پربنسټ، له هېواده د یاد شمېر افغانانو د وتلو اصلي لامل ناوړه اقتصادي وضعیت ښودل شوی دی. په راپور کې ویل شوي چې دغه شمېر د روان کال لومړیو درېوو میاشتو په پرتله ۱۹سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې د روان کال دویمه ربع کې له افغانستان څخه ایران ته د تلونکو افغانانو په شمېر کې ۲۶سلنه او پاکستان ته د تلونکو کسانو شمېر، ۱۴سلنه زیات شوی دی.

بل‌خوا بیا له دوو ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان څخه څه باندې ۸۵۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ای او اېم د شمیرو له مخې، ایران ته د تلونکو کسانو له ډلې ۹۰سلنه او پاکستان ته د تلونکو کسانو له ډلې ۶۰سلنه نارینه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام