په دې وروستیو کې لغمان کې یوشمېر کسانو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې چې ورسره لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.
وحدت الله سیرت چې په لغمان کې یې د ۶۰۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د یخن جوړولو کارخونه جوړه کړې او شپږ نفره ورسره په دغه کارخونه کې پر کار بوخت دي، وایي، خوښ دی چې په کور دننه یې پانګونه کړې، خو زیاتوي چې د کارخونې لپاره یې کور کرایه نیولی او د لوړې کرایې د ورکړې له امله یې ګټه کمیږي.
هغه وویل: «ستونزې خو ډیرې زیاتې دي لویه ستونزه جې ده د برق ده چې ډیره جدي ستونزه ده تنها زما لپاره نه د ټولو لپاره نه چا چې سرمایه ګذاري کړې ده دې برخه کې باید دولت او مؤسسات همکاري وکوي او دا زه چې کوم ځای کارخانه لرم د دې ځای کرایه لوړه ده په دې برخه کې هم باید له خصوصي سکتور سره همکاري وشي.»
په همدې حال کې یوشمېر نور پانګوال بیا وایي چې د برق کمښت هغه ستونزه ده چې د دوی په تولیداتو باندې منفي اغیز کوي مصطفی چې په لغمان کې د صابون جوړولو کارخونه لري. وایي: «په دې کارخانه کې لس نفره کار کوو او خام مواد یې د ګاونډیو هیوادونو تر څنګ له مالیزیا او اندونیزیا څخه راوړو، او غوښتنه مو عمدا ده چې یو له بل سره همکار و اوسو او له ښه او باکیفیته موادو څه استفاده وکړو او یو بل سره همکار پاتې شو او ستونزې جوړې نکړو.«
په یادو کارخونو کې کارکوونکي هم خوښ دي چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې وسیع الله چې یاده فابریکه کې کارګر دی وایي پخوا بېکاره و اوس ورته خپل ولایت کې د کار زمینه برابره شوې هغه وایي: «دا فابریکه کې چې مونږ کار کوو زموږ لپاره یوه لویه هیله ده، اوس هم کار لرم، هم مسلک زده کوم، او هم د کور نفقه پیدا کوم او دا زمونږ لپاره ډیر ښه ده»
د اقتصادي چارو شنونکي په دې اند دي چې د کور دننه د تولیدي کارخونو زیاتوالی کورنی اقتصاد پیاوړی کوي د اقتصادي چارو شنوونکی ویس الهادي اوریاخیل وایي د هیواد دننه فابریکې د محلي اقتصاد لپاره مهمې دي او خلکو ته پکې د کار زمینه برابریوي نو پکار ده چې دولت ورته سهولتونه برابر کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د هیواد دننه چې کورني تولید ته زمینه برابره شي، واردات ورسره راکمېږي،د پیسو بهیر په داخل د هیواد کې پاتې کېږي، سیمهییز بازارونه ورسره پیاوړي کېږي او په کور دننه ګڼو ځوانانو ته د کاري فرصتونه هم برابریږی چې ورسره د خلکو اقتصاد پیاوړی کیږی.»
په ورته مهال د لغمان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي سلامت خان بلال وایي، چې دا مهال په لغمان کې پنځوس تولیدي او صنعتي کارخونې شتون لري چې په مختلفو برخو کې تولید کوی
نوموړی وایي چې هڅه کوي پانګوالو ته سهولتونه برابر او د دوی شته ستونزو ته رسیدنه وکړی ښاغلی بلاب وایي چې پانګوالو ته به ډیر ژر په صنعتي پارک کې د ځمکو ویش بهیر پیل کړي چې ورسره به د دوی ستونزې حل شي.
نوموړي وویل: «په دې نږدې ورځو کې مونږ د خیروخیلو په صنعتي پارک کې ځایونه ویشو د هغې ځمکې نقشې او هر څه خلاص شوي دي او دواطلبي ته مو ورکړي او چې هر شرکت ګټونکی شو نو د وزارت له لوري خلک راځي او ځمکه ورته توزیع کوو او د برق په اړه هم وایم چې ځینو موسساتو له بعضې کارخانو سره د سولر سستم په برخه کې مرسته هم کړې ده او ددې تر څنګه د لغمان برق هم ښه دی.»
د یادونې وړده چې اوس مهال په دغه ولایت کې د یخن جوړولو ترڅنګ د بطریو د تولید، د پلاسکو ظرفونو، تخت جوړولو او یوشمیر نورې فابریکې فعالیت کوي چې سلګونه ځوانانو ته پکې د کار زمینه برابره ده